بزنس انسایډر:

د افغانستان د اوسني وضعیت مسوول جوبایډن دی

17 حوت 1400 ساعت 9:24

بزنس انسایډر په تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې روان بشري او اقتصادي بحران د بایډن وروستۍ پرېکړې پېچلی کړی دی.


بزنس انسایډر په تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې روان بشري او اقتصادي بحران د بایډن وروستۍ پرېکړې پېچلی کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د اوسنی وضعیت مسوول د امریکا ولسمشر جوبایډن دی.

سرچینې ویلي، د بایډن دا پرېکړه چې د افغانستان پیسې یې کنګل کړې او یوه برخه یې د سپټمبر د ۱۱ مې پېښې قربانیانو ته ځانګړې کړې، طالبان نه بلکې عام افغانان زیانمنوي.

راپور کې د کارپوهانو په قوله خبردارۍ ورکړل شوی، چې که چېرته بایډن له خپلې پرېکړې پر شا نه شي نو ممکن افغانستان له یو نه جبرانېدونکي بشري بحران سره مخ شي چې دا به له افغانانو سره د بایډن تر ټولو ستره جفا وي.

راپور کې وړاندې ټینګار شوي، چې افغانان د سپټمبر ۱۱مې پېښې سره هېڅ تړاو نه لري او دا پیسې چې د افغانانو حق دی باید له کوم قید او شرط پرته بېرته افغانستان ته ور وګرځول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148508

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148508/

جمهور
  https://www.jomhornews.com