سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د اسلامي امارت ځواکونو کندوز ولایت کې یوه ښځه له یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ښځې سره دوه تومانچې، یوه چانټه، درې شاجوره د کلاشنکوف مرمۍ، ۷ برچې، یوه اندازه نورې مختلفې مرمۍ، یو امریکايي دربین، د کابل بانک لس کاروتونه، یو شمېر سیمکارتونه او نور وسایل نیول شوي دي.
امنیتي چارواکو د دې ښځې د هویت او نورو جزیاتو په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل