سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو ننګرهار ولایت کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو راخلاص کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ماشوم شپږ میاشتې وړاندې د کندوز ښار له پنځمې حوزې اوړند سیمې څخه انسان تښتونکو تښتولی و، چې تر اوسه ورسره برمته و.
انسان تښتونکو دغه ماشوم ننګرهار ولایت ته وړی و، چې هلته د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو له خوا راخلاص کړل شوی دی.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وايي، ماشوم د یرغملګرو ژغورل شوی او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل