ملګري ملتونه:

له افغانستان سره بشردوستانه مرستې اغېزناکې دي

9 حوت 1400 ساعت 8:01

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې د بېلو هېوادونو بشردوستانه مرستې اغېزناکې دي.


ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې د بېلو هېوادونو بشردوستانه مرستې اغېزناکې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې دوی په افغانستان کې پر زرګونه کسانو د خوراکي توکو وېش پیل کړی دی او په دې برخه کې د ځينو هېوادونو له مرستو مننه کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي د هند مرسته شوي غنم یې هم ترلاسه کړي او له دغه هېواد مننه کوي چې په دې سختو شرایطو کې یې د افغانانو لاسنیوی کړی دی.

یاذ پروګرام ویلي، د مالیزیا په څېر ځينو نورو هېوادونو هم ورسره د غوړیو او وریجو مرسته کړې ده او دوی به یې تر اړمنو رسوي.

په ورته وخت کې یادې ادارې ویلي چې په افغانستان کې لوږه مخ پر پراختیا ده او لا ډېر خلک مرستو ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148252

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148252/

جمهور
  https://www.jomhornews.com