د نړیوال بانک پخوانی مشر:د افغانستان اقتصاد باید وژغورل شي

5 حوت 1400 ساعت 7:23

په افغانستان کې د نړیوال بانک پخواني مشر ویلیام برد د دغه هېواد د اقتصاد ژغورل باید د نړیوالې ټولنې لومړیتوب وي.


په افغانستان کې د نړیوال بانک پخواني مشر ویلیام برد د دغه هېواد د اقتصاد ژغورل باید د نړیوالې ټولنې لومړیتوب وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي برد په تازه مرکه کې ویلي، د افغانستان اقتصاد له کلونو راهیسې مخ پر ځوړ و.

نوموړي زیاته کړې، د جګړو دوام او وچکالۍ هغه ستر لاملونه وو، چې د افغانستان اقتصاد یې کمزوری کړی و.

د برد په وینا دمګړی باید د نړیوالې ټولنې تر ټولو ستر لومړیتوب دا وي، چې د افغانستان اقتصاد وژغوري او د دې موخې لپاره د خصوصي سکتور ملاتړ وکړي.

دی وایي، د افغانستان د اقتصاد وده او ژغورل د نړیوال بانک له لومړیتوبونو دی او د افغانستان اوسنی حکومت هم باید دې مسئلې ته لومړیتوب ورکړي.

د نړیوال بانک دغه پخواني مشر زیاته کړې، نوي حکومت په ځینو برخو کې عواید لرلي دي او دا یو مثبت پرمختګ دی خو په ټوله کې د افغانستان اقتصاد پراخ کار او بنسټزو اقداماتو ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148155

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148155/

جمهور
  https://www.jomhornews.com