ملګري ملتونه: تر اوسه مو افغانستان سره دوه میلیارد ډالر مرسته کړې

5 حوت 1400 ساعت 7:07

ملګري ملتونه وايي په تېرو څو میاشتو کې یې له افغانستان سره دوه میلیارده ډالر مرسته کړې ده.


ملګري ملتونه وايي، په تېرو څو میاشتو کې یې له افغانستان سره دوه میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز ویلي، دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او په تېرو څو میاشتو کې یې له افغانستان سره د دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت مرسته کړې ده.

نوموړې د مرکزي بانک له مشر سره په لیدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره هڅه کوي او غواړي د افغانانو د لاسنیوي لپاره لا ډېرې مرستې راجلب کړي.

مېرمن لاینز زیاتوي، تر ټولو مهم هدف یې دا دی چې لومړی د افغانستان بانکي سیستم بېرته فعال شي او مرستندویه موسسې وکړی شي له افغانانو سره خپلې مرستې شریکې کړي.

د یوناما مشرې  ټینګار کړی چې باید د افغانستان بانکي سیستم شفاف او منظم وي او دوی په نړیواله کچه ددغه سیستم د ساتلو او پیاوړتیا لپاره هڅه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148152

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148152/

جمهور
  https://www.jomhornews.com