د پولي تخنیک ښځینه استادانو او محصلینو ته د تور حجاب کولو سپارښتنه شوې

1 حوت 1400 ساعت 9:07

د کابل پولي تخنیک پوهنتون ادارې ټولو ښځینه استادانو او محصلینو ته لارښوونه کړې، چې تور حجاب مراعات کړي.


د کابل پولي تخنیک پوهنتون ادارې ټولو ښځینه استادانو او محصلینو ته لارښوونه کړې، چې تور حجاب مراعات کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې په یوه اعلامیه کې چې پرون شنبې د سلواغې ۳۰ مه خپره شوې ویليو له ښځینه وو غوښتل شوي، تر څو د لوړو زده کړو وزارت د امر سره سم تور حجاب چې ساده، آزاد وي او نازک نه وي په پام کې ونیسي.

په دغه اعلامیه کې ټينګار شوي، چې د یاد پوهنتون د زده کړو بهیر به د روانې کب یا حوت میاشتې په ۷ نېټه پیل شي.

دغه پوهنتون به په دوه ټایمونو د سهار له خوا ښځینه محصلینو او د ماسپښین له خوا نارینه وو ته د زده کړې بهیر پیل کړي.

هغه ټایم چې نجونو ته په پام کې نیول شوی، د سهار له ۷:۳۰ څخه تر ۱۰:۴۵ پورې او دویم ټیام چې د هلکانو لپاره دی، له ۱۱:۴۵ څخه تر ۳:۴۵ پورې دی.
 
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د ګرمو سیمو دولتي پوهنتونه د محصلینو پر مخ خلاص شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 148000

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148000/

جمهور
  https://www.jomhornews.com