پنځه نیم زره افغان ماشومان په شري ناروغۍ اخته شوي دي

1 حوت 1400 ساعت 8:36

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تایید کړه، چې په ټول هېواد کې څه باندې پنځه نیم زره ماشومان په شري یا سرخکانو په ناروغې اخته شوي دي.


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تایید کړه، چې په ټول هېواد کې څه باندې پنځه نیم زره ماشومان په شري یا سرخکانو په ناروغې اخته شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند جاوید هژیر وايي، د ماشومانو د شري ناروغې ډېرې پېښې په کندهار ولاتی کې ثبت شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په کندهار کې ۶۸۰ ماشومان په شري ناروغې اخته شوي او له کندهار وروسته جوزجان دویم ولایت دی، چې د سرخکانو د پېښې شمېر په کې ۴۳۵ ته رسېدلی دی.

دغه راز هغه وايي، بدخشان کې ۲۰۳، غور کې ۱۶۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا وزارت د ویاند په وینا کندهار کې ۱۵ تنه، بدخشان کې ۳ تنه او غور کې ۶ تنو ماشومانو د سرخکانو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په ورته وخت د نړيوال روغتيايي سازمان ویاند مارګارت هريس بيا ويلي، چې په افغانستان کې بشري ناورين او د ماشومانو پراخه خوارځواکي د دغه وضعيت اصلي لاملونه دي.

ياد شوي سازمان د شري ناروغۍ تر څنګ په دې وضعیت کې د نورو داسې خطرونو د زیاتوالي خبرداری هم ورکړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147997

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147997/

جمهور
  https://www.jomhornews.com