سیګار: د افغانستان ناخلص داخلي تولید شاید ۴ میلیارد ډالر راټیټ شي

30 دلو 1400 ساعت 11:07

د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ادارې یا سیګار ویلي، ښایي د افغانستان نا خالص داخلي تولید شاوخوا ۴ میلیارده ډالر راښکته شي.


د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ادارې یا سیګار ویلي، ښایي د افغانستان نا خالص داخلي تولید شاوخوا ۴ میلیارده ډالر راښکته شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سیګار د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د یوه راپور پر بنسټ زیاته کړې، چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت له څو کلونو راهیسې مخ پر ځوړ دی.

په راپور کې ویل شوي، ان د تېر حکومت پر مهال د افغانستان د سړي سر کلنی عاید راښکته شوی دی او ټاکل شوې چې په ۲۰۲۲ کال کې دغه عاید ۳۵۰ ډالرو ته راښکته شي.

سیګار همدا راز وایي، په افغانستان کې بېکاري ډېره شوې ده او ښايي په ۲۰۲۲ کال کې یې کچه ۲۹ سلنې ته لوړه شي چې د تېرو کلونو په پرتله دا شمېره دوه برابره ده.

راپور کې زیاته شوې، د ښځینه وو بېکاره کېدل به د کورنیو پر اقتصادي وضعیت سخت ناوړه اغېز وکړي او بشري ناورین به نور هم پراخ کېږي.

سیګار د افغان شتمنیو کنګل کېدل او همدا راز د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ راښکته کېدل هم د افغانانو د بېوزلۍ د زیاتېدو لاملونه بللي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147965

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147965/

جمهور
  https://www.jomhornews.com