ایران: افغانستان کې پانګونې او هکارۍ ته چمتو یو

30 دلو 1400 ساعت 10:58

کابل کې د ايران سفير د اوبو او برېښنا وزارت له سرپرست سره په کتنه کې ویلي، چې هېواد يې په افغانستان کې هر اړخيزې پانګونې او همکارۍ ته چمتو دی.


کابل کې د ايران سفير د اوبو او برېښنا وزارت له سرپرست سره په کتنه کې ویلي، چې هېواد يې په افغانستان کې هر اړخيزې پانګونې او همکارۍ ته چمتو دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان د افغانستان ابادي د سيمې د هېوادونو په ګټه ګڼلې او په وينا یې د افغانستان کرنه او مالداري بايد له دوديزې بڼې عصري بڼې ته واړول شي.

د کرنې سرپرست وزیر په دې لیدنه کې د ایران له سفیر غوښتي چې د کرنې او مالدارۍ په ځانګړې توګه د زراعتي ماشینونو، کیماوي سرې، کرنیزو درملو او په نورو کرنیزو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د ایران سفیر ویلي، چې د افغانستان کرنیز محصولات په نړۍ کې بې مثاله دي. نوموړي ډاډ ورکړ چې له دې وروسته به یې هېواد ته زیاتره واردات له افغانستان څخه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 147964

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147964/

جمهور
  https://www.jomhornews.com