قطر له افغانستان سره د زده کړو او سداګرۍ برخه کې همکاري کوي

27 دلو 1400 ساعت 14:39

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، قطري چاروکو د لوړو زده کړو او سوداګرۍ په برخه کې افغان لوري ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، قطري چاروکو د لوړو زده کړو او سوداګرۍ په برخه کې افغان لوري ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې افغان پلاوي دوحه کې د قطري له چارواکو او استازو سره لیدلي دي.

سرچینه وایي، دې لینه کې په دې لیدنه کې د بشردوستانه مرستو پر رسولو او دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې دي.

د سرچینې په وینا قطري لوري ویلي، دوی له افغانستان سره په سوداګرۍ، لوړو زده کړو، اقتصادي پرمختګ او نورو اړینو برخو کې همکاریو او مرستو ته ادامه ورکوي.

په دې لیدنه کې همدا راز د بشردوستانه مرستو پر رسولو هم خبرې شوې دي او ټينګار شوی چې مرستې به مستقیم اړمنو ته رسېږي خو افغان حکومت به د شفاف وېش لپاره زمینه برابروي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د زده کړو پر روان بهیر هم بحثونه شوي او افغان لوري ژمنه کړې چې ډېر ژر به د ټولو ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د ټولو محصلینو او زده کوونکو پر مخ پرانیستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147899

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147899/

جمهور
  https://www.jomhornews.com