لندن کې د افغانستان سره د مرستو په خاطر غونډه جوړېږي

27 دلو 1400 ساعت 8:45

ټاکل شوې د برېتانیا پلازمېنه لندن کې د افغانستان سره د بشري مرستو د راټولولو په خاطر یوه غونډه جوړه شي.


ټاکل شوې د برېتانیا پلازمېنه لندن کې د افغانستان سره د بشري مرستو د راټولولو په خاطر یوه غونډه جوړه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز تراس کړې وايي، دا غونډه به راتلونکې میلادي میاشت کې جوړه شي.

نوموړې ویلي، لندن به له افغانستان سره د ۴،۴ ميليارده ډالره بشري مرستو د ټولولو د یوه مهم کنفرانس کوربه وي.

‏د نوموړې په وينا، د دې مرستې د ټولولو لپاره به له مختلفو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو څخه مرسته وغوښتل شي.

د یادونې ده، چې د دغه مرستې د ټولولو غږ څه موده مخکې د ملګرو ملتونو له لوري شوی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147878

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147878/

جمهور
  https://www.jomhornews.com