امریکايي استازي: بایډن د تل لپاره د امریکا حیثیت په نړۍ کې داغي کړ

26 دلو 1400 ساعت 9:45

د امریکا د استازو جرګې جمهوري پلوه غړو د کابل د شپږ میاشتني سقوط په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ولسمشر جوبایډن په نړۍ کې د امریکا حیثیت داغداره کړ.


د امریکا د استازو جرګې جمهوري پلوه غړو د کابل د شپږ میاشتني سقوط په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ولسمشر جوبایډن په نړۍ کې د امریکا حیثیت داغداره کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه استازو دوشنبې د سلواغې ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې پر بایډن سختې نیوکې کړې او د کابل سقوط یې یوه سیستماتیکه ماتې بللې ده.

امریکايي جمهوري پلوه استازو ټینګار کړي، چې دغه سقوط د دې لامل شو، چې امریکا په نړۍ کې خپل اعتبار له لاسه ورکړي او حیثیت یې د تل لپاره داغي شي.

اعلامیه کې ویل شوي، د کابل د سقوط د نېږدې عواقبو له سنجونې د بایډن انکار د دې سبب شو چې د امریکا متحدین غوسه شي او ځینو یې به ښکاره امریکا وګواښله.

دی ویلي، چې په دغه شپږو میاشتو کې د امریکا کمزورتیا په نړیوال کچه زموږ دښمنان زړه ور کړي دي.

دوی همداره ویلي، چې د کابل د سقوط د شپږ میاشتو په تېرېدو سره هم د بایډن ادارې یوه دولتي چارواکي هم د خپلو ناکامیو په اړه ځواب نه دی ویلي.

دغه امریکايي استازو ټینګار کړي، چې ملطقآ د امریکا د خونړي شاتګ او ګډوډۍ مسوولیت د لوړ پوړو دولتي چارواکو پر غاړه دی.

د یادونې ده، چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس مایکل مک کال هم د دغه خبرپاڼې له لیکوالانو څخه دی.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي، مک کال دا مهال د بایډن د دولت د ماتې او تخلیې بهیر په اړه د رپوټ چمتو کولو په لټه کې دی او قصد لري، چې په راتلونکې میاشت کې یې خپور کړي.

د یادونې ده، چې د امریکايي ځواکونو په وتلو سره د روان کال د زمري میاشتې پر ۱۵ مه نېټه کابل د طالبانو لاس ته ولوېده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 147846

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147846/

جمهور
  https://www.jomhornews.com