۰

د افغانستان ۴ لوبغاړي د هند په آی پي اېل سیالیو کې واخستل شول

دوشنبه ۲۵ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۳
د افغانستان د کرکټ څلور لوبغاړي د هند د کرکټ تجارتي لیګ یا آی پي اېل کې د سیالیو لپاره واخستل شول.
د افغانستان ۴ لوبغاړي د هند په آی پي اېل سیالیو کې واخستل شول
د افغانستان د کرکټ څلور لوبغاړي د هند د کرکټ تجارتي لیګ یا آی پي اېل کې د سیالیو لپاره واخستل شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې محمد نبي، راشد خان، فضل الحق فاروقي او نور احمد لکڼوال هغه لوبغاړي دي، چې پرون او وړمه ورځ د آی پي اېل بولۍ کې واخستل شول.

راشد خان چې تر دې مخکې د سنرایز حیدراباد لوبډلې سره لوبېده، تر دغه بولۍ وړاندې له کجرات لوبډلې سره تړون کړی و نو ځکه بولې ته وړاندې شو.

خو محمد نبي چې مخکې د سنیرایز سره لوبېده، د بولۍ په دویمه ورځ د کولکلتې نايټ رایډرز لوبډلې له خوا په ۱۰۰ لکه هندي روپیو واخستل شو.

دغه راز د افغانستان تېز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي هم په لومړي ځل آی پي اېل سیالیو کې واخستل شو او نوموړی د سنرایز حیدرآباد لوبډلې له خوا په ۵۰ لکه هندي روپیو واخیستل شو.

همدا شان نوراحمد لکڼوال چې د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره لوبډلې لوبغاړی دی، د ګجرات لوبډلې له خوا په ۳۰ لکه هندي روپیو واخیستل شو.

د یادونې ده، چې د هند د سږ کال آی پي اېل بولې ته ۱۷ افغان لوبغاړي وړاندي شوي و خو یوازې پورتني څلور تنه ترې واخستل شول.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي