۰

د اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی قطر ته ولاړ

یکشنبه ۲۴ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۰۶
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی قطر ته تللی دی.
د اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی قطر ته ولاړ
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی قطر ته تللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه پلاوی نن یکشنبې د سلواغې ۲۴ مه قطر ته روان شو.

نوموړي زیاته کړې، چې د پلاوي مشري ښاغلي متقي کوي او دوی به دوحه کې د خلیجې هېوادونو له استازو، د اروپايي ټولنې له پلاوي، د دیني علماوو له پلاوي او ديپلوماتانو سره چې اوس له قطر څخه کابل کې خپل فعالیتونه تر سره کوي وګوري.

ښاغلي سمنګاني ویلي، چې د اسلامي امارت پلاوی به له دغه استازو سره پر مهمو مسایلو لیدنې او خبرې اترې ولري، خو جزیات یې نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي