د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف مسکو، ښايي طالبان د خپل هېواد د ترهګرو له لېست وباسي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف له یوې روسي رسنۍ سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، د دې احتمال شته چې روسیه طالبان د خپل هېواد د ترهګرو ډلو له لېست وباسي.
نوموړي زیاته کړې، چې اوس د دې پرېکړې وخت راغلی دی، خو وروستی تصمیم د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین نیولی شي.
کابلوف تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې له افغانستان او د نوي حکومت له چارواکو سره ښې اړیکې غواړي او په دې لټه کې دي، چې له دغه هېواد سره د رسمیت پېژندلو په برخه کې همکاري وکړي.
خو په وینا یې تر هر څه وړاندې باید د بشري حقونو او ښځینه وو د حقونو په تړاو د نړیوالې ټولنې شرطونه ومنل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل