ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې وايي، که د مخینوي لپاره بېړنۍ اقدام ونه شي تر یو میلیون زیات افغان ماشومان به د خوارځواکۍ له لاسه ژوند بایلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونسیف ویلي، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د کابو کولو لپاره جدي اقداماتو ته اړتیا ده.
سرچینه همدا راز وایي چې د مرستو د نه ډېرېدو او اوسني ناوړه اقتصادي وضعیت د دوام په صورت کې تر دوو میلیونو ډېر نور ماشومان هم په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته کېدلی شي.
یونسیف تر دې وړاندې هم په ځلونو له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د افغانستان لاسنیوی وکړي او دلته د روان بشري ناورین مخه ونیسي.
جمهورخبري آژانس:کابل