ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې افغان امنیتي ځواکونو د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې دوه برېتانوي غړي نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ورځپاڼې ویلي، دغه دوه کسان له ازبکستان نه افغانستان ته اوښتل، چې د ازبکستاني عسکرو تر اطلاع وروسته د افغانستان ځواکونو نیولي دي.
د افغانستان امنیتي سرچینو هم دغه ورځپاڼې ته تایید کړې، چې د برېتانیا او یو بل اروپايي هېواد پاسپورټ لرونکي وګړي یې له داعش ډلې سره د اړیکو په تور نیولي دي.
په راپور کې ویل شوي، له یادو کسانو د شپې عینکې، نقدې پیسې او ځینې نورنظامي وسایل نیول شوي دي.
ګارډین لیکي تر دې وړاندې د ځینو نورو هېوادونو وګړي له داعش سره د اړیکو په تور نیول شوي وو، خو دا لومړی ځل دی چې برېتانوي وګړي نیول کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل