سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د بغلان ولایت د ډبرو سکرو د یوه کان د نړېدو له امله ۱۰ تنه کان کېدونکي وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون چهارشنبې د سلواغې ۱۳ مه د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ د چنارک د ډبرو سکرو په یوه کان کې رامنځ ته شوې ده.
د یاد کان مسوول مولوي حامد وايي، د کان د نړېدو له امله ۱۰ کارکوونکي وژل شوي او د قربانیانو جسدونه را ایستل شوي دي.
ځايي چارواکو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل