اسلامي امارت:

د ملګرو ملتونو راپور غلط دی، له عفوې وروسته مو هېڅوک نه دي وژلي

11 دلو 1400 ساعت 13:49

د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو هغه راپور په کلکه رد او غلط وباله چې ویلي یې دي، طالبانو له عمومي عفوې وروسته تر ۱۰۰ زیات مخکني افغان سرتېري او د نړیوالو همکاران وژلي دي.


د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو هغه راپور په کلکه رد او غلط وباله چې ویلي یې دي، طالبانو له عمومي عفوې وروسته تر ۱۰۰ زیات مخکني افغان سرتېري او د نړیوالو همکاران وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، اسلامي امارت دغه ډول راپورونه په کلکه ردوي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې اسلامي امارت د عمومي عفوې وروسته هېڅوک نه دی وژلی.

د سرچینې په وینا، ځينې پيښې چې رامنځ ته شوې، د تېرې ادارې نظامیان د شخصي دښمنيو په اساس هدف ګرځول شوي، چې هغه پيښې هم ترجدي تحقیق او پلټنې او لاندې دي.

اسلامي امارت له ملګرو ملتونو مو غوښتنه دا ده چې د افغانستان د وضعیت په اړه د ځينو مغرضیو کړيو په معلومات تکیه ونه کړي او د زمکنيو واقعيتونو څخه ځان خبر کړي.

د یادونې ده، چې اسوشټېد پرس د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتوني ګوترېش د هغه راپور په اړه چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې وړاندې کړي، جزیات خپاره کړي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې طالبانو له عفوې وروسته هم تر ۱۰۰ زیات مخکني افغان سرتېري او د نړیوالو همکاران وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 147322

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147322/

جمهور
  https://www.jomhornews.com