ځايي سرچینې وایي، کندوز ولایت کې یو کس خپله مېرمن او خسر د کورنیو ستونزو له امله په ډزو وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شنبې د سلواغې ۹ مه د کندوز ښار د ابراهیم خېلو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د کندوز امنیه قومانداني هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تایید کړې، چې ابراهیم خېلو سیمه کې د تاج الدین په نوم یو کس خپله مېرمن او د هغې پلاز په ډزو وژلي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې قاتل د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی او تر څېړنې لاندې دی.
جمهورخبري آژانس:کابل