د افغانستان د مالیې وزارت اعلان کړي، چې د نېږدې ۴۰ وزارتونو او دولتي ادارو کارکوونکو ته یې د دوه میاشتو معاشونه لېږلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مالیې وزارت د همدې وزارتونو او ادارو لېست خپرو کړی او ویلي یې دي، چې کارکوونکو ته یې د لړم او لیندۍ د میاشتو معاشونه حواله شوي دي.
د مالیې وزارت زیاته کړې، دا هغه بنسټونه دي چې د همدې سلواغې تر نهمې نیټې یې د حوالو لېست د خزینې ریاست ته رسیدلی دی.
په دغه لېست کې د پوهنې، لوړه زده کړو، کډوالو، معلولانو، ټرانسپورټ، کرنې، بهرنیو چارو او ګڼو نورو وزارتونو نومونه راغلي، خو د عامې روغتیا وزارت چې ډېر کار کوونکي لري، نوم په کې نشته.
سرچینه وايي، د ټولو دولتي ادارو کار کوونکو ته یې د درېیو میاشتو معاشونه ورکړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل