العربیه تلوېزیون ویلي، د امریکا حکومت افغان دیپلوماتانو ته خبر ورکړی، چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او دغه راز په نیویارک او لاس انجلس کې افغان کونلګرۍ بندې کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې العربیه وايي، له موضوع خبرو سرچینو دا هم ورته ویلي، چې امریکا د افغان دپلوماتانو دپلوماتیک مصونیت هم ترې اخلي.
تراوسه پورې د امریکا حکومت په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو په امریکا کې افغان ډپلوماټانو چې د افغانستان د پخواني حکومت استازیتوب کوي، وړمه ورځ ویلي و، چې بانکي حسابونه یې تړل شوي دي.
دوه دپلوماتانو د نوم نه ښودلو په شرط زیاته کړې وه، چې په امریکا کې د افغانستان د سفارت او دوو کونسلګریو حسابونه بند شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل