۰
د ملګرو ملتونو سرمنشي:

له افغانستانه باید اقتصادي فشارونه لرې کړل شي

پنجشنبه ۷ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۴
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش وايي، هغه شرطونه دې لېرې شي چې د افغانستان پر اقتصاد او مرستو فشار راولي.
له افغانستانه باید اقتصادي فشارونه لرې کړل شي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش وايي، هغه شرطونه دې لېرې شي چې د افغانستان پر اقتصاد او مرستو فشار راولي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګوترېش د افغانستان حالات په تار ځوړند وباله او ویې ویل، دا هېواد په یوه داسې بد حالت کې دی، چې میلیونونه خلک یې له سختې لوږې سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان کې تعلیم او ټولینز خدمات  سقوط په درشل کې دي او د پیسو نشتوالي د اړمنو کسانو د پېردو توان محدود کړی دی.

 ښاغلي ګوترېش چې د امنیت شورا د تېرې شپې غونډې ته وینا کوله و ویل«موږ باید هغه مقررات او شرطونه لرې کړو چې نه یوازې د افغانستان اقتصاد، بلکې زموږ له لوري ژوند ژغورونکي عملیات تر فشار لاندې راولي. په اوس وخت کې چې سخته اړتیا ده، دا مقررات باید په جدي ډول بیا وکتل شي.»

هغه وایي، د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده شي، افغانستان ته دې د پیسو د لېږد زمینه برابره شي او په دغه هېواد کې دې د نقدو پیسو د نشتون ستونزه هم حل کړل شي.

انتونیو ګوتریش د ملګرو ملتونو له مرستندویه خواوو هم وغوښتل، چې له افغانستان سره په خپلو مرستو او همکاریو کې پراختیا راولي او په دې توګه د افغانانو ستونزې ختمې کړي.

ده و ویل«موږ ته په کار ده چې مالي ادارو او تجارتي شریکانو ته قانوني ډاډ ورکړو چې دوی بې له دې چې د بندیزونو د سرغړونې وېره ولري، د بشري چارو په برخه کې کار وکړای شي.»

د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په همدې غونډه کې افغانستان ته د مرستو رسولو په اړه یوه نوې تګلاره هم اعلان کړه.

د دغه تګلارې له مخې به ملګري ملتونه دا فرصت لري چې د افغانانو د ستونزو د کمولو لپاره هڅه وکړي او بشردوستانه مرستې پراخې کړي.

دا تګلاره (د انتقالي تعامل چوکاټ) نومېږي چې پر بنسټ یې ملګري ملتونه له افغانانو سره د مرستو لپاره لا ډېرې پیسې راټولوي او دلته به د بشردوستانه خدماتو په برخه کې لګول کېږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، دوی د دې تګلارې د عملي کولو لپاره شاوخوا اته میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، څو وکړی شي په افغانستان کې د خلکو د ژغورنې او شته ستونزو د بنسټیز حل لپاره لاس په کار شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي