۰

کرکټ: افغانستان له هالنډ نه د دریو لوبو لړۍ وګټله

چهارشنبه ۶ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۸
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د هالنډ له ملي لوبډلې څخه د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ د ۳۰ نومرو په اخیستو سره وګټله.
کرکټ: افغانستان له هالنډ نه د دریو لوبو لړۍ وګټله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د هالنډ له ملي لوبډلې څخه د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ د ۳۰ نومرو په اخیستو سره وګټله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه لوبلړۍ وروستۍ یا درېیمه لوبه پرون سه شنبې د سلواغې ۵ مه قطر کې تر سره شوه.

په وروستۍ لوبه کې افغان لوبډلې اول توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۴ منډې وکړې او هالنډي لوبډلې ته یې د ۲۵۵ منډو هدف وټاکه.

په توپ وهنه کې نجیب الله ځدران، ۷۱، ریاض حسن ۵۰، رحمت شاه ۴۸ او کپتان حشمت الله شهیدي، چې په تېرو دوه لوبو کې ښه ځلېدلی و دا ځل ۲۸ منډې وکړې.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې که څه هم د هالنډ د توپ وهنې پیل ښه و، خو وروسته افغان توپ اچونکو هغوی د منډو له کولو را ایسار کړل او لوبغاړي یې یو په بل پسې وسوځېدل.

هالنډي لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۹ منډې وکړې او لوبه یې افغان لوبډلې ته ۷۵ منډو په توپیر وبایلله.

په افغان توپ اچوونکو کې قیس احمد درې، راشد خان دوه، مجیب الرحمن،‌ فضل حق فاروقي او عظمت الله عمرزي د هالنډ یو- یو لوبغاړي‌اوټ کړل.

د یادونې ده، چې دا لوبې د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د مستقیم ورتګ سیالۍ دي، چې هر بری لس امتیازه لري او افغانستان د دغو دریو لوبو په ګټلو سره ۳۰ امتیازه ترلاسه کړل.

باید و وویل شي، افغان لوبډلې تر دې مخکې له ایرلنډ څخه هم دا ډول درې لوبې ګټلې وې او شاوخوا ۲۴ دا ډول لوبې لري چې که د دغو لوبو څخه ۶۰ فیصده یې وګټلې، ښايي مستقیمآ د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته ولاړ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي