نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې د امریکا د استخباراتي ادارې د سي ای اې زرګونه افغان قراردادي عسکر لا هم په اماراتو کې پراته دي.
د جمهورآژانس د خبر له مخې ورځپاڼې زیاته کړې، هغه افغان قرار دادیان چې له سي ای اې سره یې په مستقمه توګه کار کاوه او د دغه ادارې په لارښوونه یې عملیات ترسره کول له میاشتو راهیسې په اماراتو کې بې برخلیکه پراته دي.
سرچینې ویلي، دغه کسانو د امریکا په غوښتنه د خپلو خلکو پر وړاندې عملیات کول، ان ښځې او ماشومان یې په نښه کړي خو اوس له میاشتو راهیسې د اماراتو په دښتو کې په امریکايي کمپونو کې پراته دي.
په ورته وخت کې دغه کسانو هم یادې ورځپاڼې ته ویلي، چې فکر کوي د امریکا له خوا قرباني شوي دي.
دوی وایي، د امریکا په لارښوونه د خپلو خلکو پر وړاندې وجنګېدل خو دمګړی په اماراتو کې له نامعلوم برخلیک سره مخ پراته دي.
جمهورخبري آژانس:کابل