د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي، نن سه شنبې د سلواغې ۵ مه مازیګر مهال به د کابل – جلال آباد لار د ترافیکو پر مخ وتړل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه لاره په سروبي سیمه کې د غرونو په بیړنو څوکو کې د کار کولو له امله د مازدېګر له څلورو بجو د ټرافیکو پرمخ وتړل شي.
د ټولګټو وزارت له ټولو مسافرو غوښتنه کوي چې پر دغه لاره دې تر بلې خبرتیا پورې له سفر کولو ډډه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل