د افغان مېرمنو د حقونو او چارو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، په افغانستان کې دې هم د اوسلو په څېر بحثونو او مذاکراتو ته زمینه برابره کړل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن امیري زیاته کړې، چې د اوسلو غونډه د بشري حقونو او په تېره بیا د مېرمنو د حقونو د خوندي کولو ته غوره فرصت دی.
نوموړې ویلي، دې مذاکراتو کې مېرمنو خپلې غوښتنې مطرح کړې دي او د بحثونو دوام د ټولو اړخونو په ګټه دی.
مېرمن امیري زیاتوي، چې په افغانستان کې بشري وضعیت ترینګلی دی نو د ښه کولو لپاره یې یوازینۍ لار خبرې او بحثونه دي.
امیري دغه راز ویلي تمه لري چې د اوسلو په څېر د بېلو قشرونو ترمنځ د خبرو لړۍ افغانستان ته هم راشي او بېل اړخونه دې د خبرو له لارې خپل نظریات سره شریک کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل