۰
ګورډن بروان:

افغان جګړه کې ښکېل هېوادونه باید اوس له دغه هېواد سره مرسته وکړي

یکشنبه ۳ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۸
د برېتانیا پخواني لومړي وزیر ګورډن بروان وايي، په شل کلن ماموریت کې افغانستان ته تللي هېوادونه باید د بشري ناورین په ختمولو کې مرسته وکړي.
افغان جګړه کې ښکېل هېوادونه باید اوس له دغه هېواد سره مرسته وکړي
د برېتانیا پخواني لومړي وزیر ګورډن بروان وايي، په شل کلن ماموریت کې افغانستان ته تللي هېوادونه باید د بشري ناورین په ختمولو کې مرسته وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بروان خپله هم یو لوی کمپاین پیل کړی او غواړي د افغانستان لپاره پراخې بشردوستانه مرستې راټولې کړي.

د برېتانیا پخواني لومړي زیاته کړې، چې په دې کمپاین کې ګڼو سیاسي څېرو او د بشري حقونو فعالینو ورسره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

نوموړي په همدې تړواو له رسنیو سره خبرو کې ویلي، هغه ۴۰ هېوادونه چې په تېر ۲۰ کلن ماموریت کې افغانستان ته تللي وو، اوس باید په دغه هېواد کې د بشري ناورین په مخنیوي کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

هغه ټینګار کړي، چې برېټانیا او امریکا دې تر بل هر چا له افغانانو سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.

د یادونې ده، چې بروان تر دې وړاندې هم د برېټانیا له حکومت او نورو بنسټونو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی وکړي.

بروان دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ځینې لوېدیځې رسنۍ وایي، د افغانستان په اړه د امریکا ناسمه پالیسې په دغه هېواد کې بشري ناورین رامنځ ته کړی او د امریکا له خوا د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدو دا بحران لا ژور او پراخه کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي