۰

ناروې کې د افغانستان په اړه غونډه کېږي، مقتي هم ورغلی دی

یکشنبه ۳ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۴
ټاکل شوې نن یکشنبې د سلواغې ۳ مه د ناروې پلازمېنه اسلو کې د افغانستان په اړه یوه مهمه غونډه تر سره شي.
ناروې کې د افغانستان په اړه غونډه کېږي، مقتي هم ورغلی دی
ټاکل شوې نن یکشنبې د سلواغې ۳ مه د ناروې پلازمېنه اسلو کې د افغانستان په اړه یوه مهمه غونډه تر سره شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډې ته د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو هم ورغلی دی.

ښاغلی متقي او ورسره پلاوی پرون شنبې د سلواغې ۲ مه ناوخت مهال د ناروې په لور روان شو تر څو په یاده غونډه کې ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي ښاغلی متقي به هلته له ناروېژي چارواکو، اروپايي ټولنې او امریکا له استازو او دغه راز د ناروې مېشتو افغان بشري فعالینو سره لیده کاته ولري.

ناروې د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي د لېږد لپاره یوه چارتر الوتکه رالېږلې وه، چې د لېږد پر مهال ښاغلي متقي ترې مننه وکړه او تمه یې وښوده، چې د ناورې له ناستې د افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې ډګ لاس راشي.

نارويژي رسنۍ وایي، دغه غونډه د ناروې په کوربه توب ترسره کېږي چې تر ډېره پکې افغانان په خپلو کې خبرې کوي، خو د ځینو نړیوالو بنسټونو استازي هم پکې ګډون لري.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، له دې غونډې موخه دا ده چې په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی او له کومو لارو چارو د بشري حقونو ساتنه وشي.

په ورته وخت کې رسنۍ بیا وايي، د مدني فعالینو او مستقلو شخصیتونو یو شپاړس کسیز پلاوی د مولوي متقي په مشرۍ له افغان پلاوي سره ګوري.

په دې لیدنه کې به یاد کسان د افغانستان د ژغورولو یوه طرحه حکومتي لوري ته وړاندې کړي او تر بحث وروسته ټاکل شوې چې دغه طرحه نړیوالو اداراو ته هم وړاندې کړل شي.

باید و ویل شي، چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر اروپا ته سفر کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي