۰
خان جان الکوزی:

خصوصي سکتور د امارت مادي او معنوي ملاتړ ته اړتیا لري

یکشنبه ۳ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۴
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي، چې هېواد کې خصوصي سکتور د اسلامي امارت مادي او معنوي کلک ملاتړ ته اړتیا لري.
خصوصي سکتور د امارت مادي او معنوي ملاتړ ته اړتیا لري
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي، چې هېواد کې خصوصي سکتور د اسلامي امارت مادي او معنوي کلک ملاتړ ته اړتیا لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې خونې چارواکو پرون په یوه غونډعه کې د خصوصي سکتور څخه د امارت د چارواکو د څرګندونو هرکلی وکړ، خو ټینګار یې وکړ، چې دوی باید عملآ د زیربناو په برخه کې د خصوصي سکتور سره مرسته وکړي.

د اسلامي امارت چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په لنډمهاله اقتصادي پالیسي کې يې خصوصي سکټورځانکړی ځای لري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي، حکومت باید عملآ د خصوصي سکټور د پرمختګ په مخ کې پراته خنډونه، چې د بریښنا او ځمکو ستونزې په کې شاملې دي، د هوارولو لپاره اقدامات وکړي.

د یادې خونې مرستیال خان جان الکوزي ویلي، خصوصي سکټور په ځانګړي ډول د خامو موادو د انتقال او د ګاونډیو هیوادونو سره د صنعت په برخه کې د شته رقابت پر وړاندې د حکومت مادي او معنوي ملاتړ ته اړتیا لري.

د هغه په وینا خصوصي سکټور د زیربناو په برخه کې د مرستې تر څنګ د قوانینو اسانولو او مالیاتي ملاتړ ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، چې په ګاونډیو هېوادونو ایران، پاکستان او ازبکستان کې، چې زیربنا یې هم جوړې دي خصوصي سکټور په ځانګړي ډول صنعتکارانو ته د مالیو د معافولو په ګډون یو لړ اسانتیاوې برابرې دي.

الکوزي نړۍ سره د افغانستان اړیکو ټینګول او د نوي حکومت د رسمیت نه پیژندلو مسله هم یادې کړې وايي، د دغو مسلو د حل پرته به خصوصي سکټور ته ګرانه وي، چې ښه پرمختګ وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي