۰
واکس نشریه:

د امریکا پالیسۍ افغانستان کې بشري ناورین رامنځ ته کړی

یکشنبه ۳ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۶
د واکس په نوم یوه امریکايي نشریه وايي، د امریکا پالیسۍ به په افغانستان کې بشري ناورین نور هم ژور کړي.
د امریکا پالیسۍ افغانستان کې بشري ناورین رامنځ ته کړی
د واکس په نوم یوه امریکايي نشریه وايي، د امریکا پالیسۍ به په افغانستان کې بشري ناورین نور هم ژور کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نشریې په یوه راپور کې په افغانستان کې روان وضعیت ته کتنه او لیکلي یې دي، چې په دغه هېواد کې د خلکو اقتصاد مخ پر ځوړ دی.

سرچینې زیاته کړې، په افغانستان کې بشري ناورین رامنځ ته شوی دی او د امریکا اوسنۍ پالیسي د دې ناورین له لا پراختیا او ژورېدو سره مرسته کوي.

په راپور کې ویل شوي، امریکا ته په کار ده چې په دې حساسو شرایطو کې ژر تر ژره له افغانانو سره د مرستو لړۍ پیل کړي او د دوی کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.

 شریه پر امریکا نیوکه کړې، چې د هر څه تر اټکل او تحلیل مخکې یې د افغانستان په اړه بېړنی اقدام وکړ او په دغه هېواد کې یې ناورین تر شا پرېښود.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي