۰
د کارګرانو نړیوال سازمان:

له یو میلیون زیاتو افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي

چهارشنبه ۲۹ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۲
د کارګرانو نړیوال سازمان یاILO  وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له یو میلیون زیاتو افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
له یو میلیون زیاتو افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي
د کارګرانو نړیوال سازمان یاILO  وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له یو میلیون زیاتو افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان په یوه راپور کې چې نن چهارشنبې د زمري ۲۹ مه خپور شوی راغلي، چې دې بحران د افغانستان اقتصاد له پښو غورځولی او د کار مارکېټ یې زیانمن کړی دی.

 په راپور کې ویل شوي، روان وضعیت په تېره د ښځو او هغو خلکو لپاره سخت دی چې په کروندو، دولتي ادارو او د عامه خدماتو او رغنیزو چارو په برخو کې یې کار کاوه ځکه دې خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي او ډېرو یې خپلې تنخواه ګانې هم نه دي اخیستي.

د کارګرانو نړیوال سازمان د راپور له مخې په افغانستان کې ډېر شرکتونه په معلق حالت کې دي ځکه زرګونه افغانان هره ورځ له هېواده وځي.

د سرچینې د اټکل له مخې ښايي تر جون میاشتې پورې په افغانستان کې د ۷ لکو او نهو لکو ترمنځ دندې له لاسه ولاړې شي ځکه چې د کار فرصتونه له منځه تللي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي