۰
ملا محمد حسن اخند اسلامي هېوادونو ته!

د رسمیت پېژندلو شرایط مو پوره کړي، د بل خولې ته مه ګورۍ په رسمیت مو وپېژنۍ

چهارشنبه ۲۹ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۸
د افغانستان د اسلامي امارت رییس الوزار په لومړي ځل په یوه کنفرانس کې پر ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول پر اسلامي هېوادونو غږ وکړ، چې د بل خولې ته ونه ګوري او د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني.
د رسمیت پېژندلو شرایط مو پوره کړي، د بل خولې ته مه ګورۍ په رسمیت مو وپېژنۍ
د افغانستان د اسلامي امارت رییس الوزار په لومړي ځل په یوه کنفرانس کې پر ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول پر اسلامي هېوادونو غږ وکړ، چې د بل خولې ته ونه ګوري او د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي حسن اخند چې نن چهارشنبې د زمري ۲۹ مه د اسلامي امارت په لومړي اقتصادي کنفرانس کې وینا کوله و ویل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره امنیت ټینګ شوی، د فساد، غلا، چور، غضب او نورو ټولو ناخوالو مخه نیول شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د دومره پرمختګونو سره سره چې دا مهال په افغانستان کې دي، نړیوالو نه یوازې چې اسلامي امارت تقدیر نه کړ، بلکې بندیزونه یې پرې ولګول او افغان ولس یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړ.

ښاغلي ملا حسن اخند زیاته کړه، چې نړیوالو د تېر حکومت سره چې فساد په کې اوج ته رسېدلی و، ۲۰ کاله مرستې وکړې، خو اسلامي امارت چې فساد صفر کړی بیا هم مرستې نه ورسره کوي.

د هغه په وینا د نړیوالو له خوا د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندلو او د افغانستان د شتمنیو په کنګل کولو سره افغان ولس له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.

دی وايي، نړۍ د دې پر ځای چې د افغانستان له خلکو سره مرستې او همکاري وکړي، پرعکس یې بندیزونه پرې لګولي او له ستونزو سره یې مخ کړي او بیا د بشري حقونو دعوا هم کوي.

رییس الوزرا په ښکاره ټکو و ویل، چې دوی له نړیوالو د اسلامي امارت د مسوولینو او مجاهدینو لپاره د مرستې غوښتنه نه کوي، بلکې د ولس لپاره د مرستې غوښتنه کوي.

ده و ویل«زه دا پوښتنه لرم، چې دا بندیزونه پر امارت دي، که پر ولس؟ په ډاګه وایو، چې څوک د زما، د امارت د مسوولینو او مجاهدینو سره ابدآ مرسته نه کوي، موږ چې مرستې غواړو د ولس لپاره یې غواړو، د همکارۍ غوښتنه د ملت د ستونزو د حل لپاره کوو، تر څو له اوسني ناورین څخه راپورته شي، په افغانستان کې چې اوس پر خلکو لوږه راغلې همدي پرې راوستلې، بندیزونه یې لګولي او بیا نارې هم د بشر د حقونو وهي، ایا د افغانستان خلک بشر نه دی، زه پر نړۍ غږ کوم که غواړی، چې افغانستان کې بشري حقونه پر ځای شي او خلک له ستونز راوخېږي، نو مرسته او همکاري راسره وکړۍ.»

ملا محمد حسن له نړیوالو دا غوښتنه هم وکړه، چې له افغانستان سره دې د لنډ مهالو مرستو پر ځای اوږدمهاله مرستې او همکاري وکړي، تر څو خلک په خپلو پښو ودرېږي او د نورو له خیرات څخه خلاص شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې لنډ مهال مرستې د افغانستان د خلکو ستونزې نه شي حل کولی ځکه په وینا یې که دغه ډول مرستو ستونزې حل کولی نو له مخکني حکومت سره د نړۍ مرستو به ستونزې حل کړې وې.

هغه و ویل« لنډ مهال مرستې کېدای شي، ځینې ستونزې حل کړي خو په اوږ مهال کې ستونزې لا ډېروې تېر ۲۰ کلن دوران یې ښه بېلګه ده، چې څنګه د نړیوالو مرستې ودرېدې او بټن یې ګل کړ، ولس کندې ته ولوېده، راځی د دې پر ځای په ګډه داسې یوه لار ولټو چې د تل لپاره د افغان ولس ستونزې حل شي.»

ښاغلي حسن اخند دا هم و ویل، چې د نړیوالو د مرستو او همکاریو تر څنګ اسلامي امارت هڅه کوي، چې د هېواد له طبعي زېرمو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.

هغه و ویل ډاډه دی، که د نړیوالو مرستې او د افغانستان زېرمې په سیمه توګه ترییب او وکارول شي، نو په لنډ وخت کې به افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي.

هغه ټينګار وکړو چې د افغانستان خلک خپلو کې سره همکاره شي او نړۍ هم د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې خندونه او بندیزونه لرې کړي، نو امید دی، چې د افغانستان اوسنی مشکلات ډېر ژر حل شي.

په ورته وخت کې ملا محمد حسن اخند پر بهرنیو کمپنیو او پانګوالو غږ وکړ، چې افغانستان کې پانګونه وکړي، ځکه په وینا یې اوس پانګونې ته تر بل هر وخت ښه فرصت برابره شوی، فساد له منځه تللی او امنیت ټینګ شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې برخه کې یوه ستونزه هم همدا ده، چې د افغانستان نوی حکومت تر اوس په رسمیت نه دی پېژندل شوی نو په وینا یې که نړۍ رښتیا د افغانستان پرمختګ او سوکالي غواړي نو نوی حکومت دې په رسمیت وپېژني.

هغه نړیوالو ته په خطاب کې و ویل«تاسو تېر شل کلن نظام چې ستاسو په خپله خبره په فساد کې غرق و، او اشرف غني صیب ستاستو په وینا د نړۍ دوهم فساد شخص و، بې عدالتي په کې وه، خو له دې ټولو ستونزو سره تاسو په رسمیت پېژندلو، تاسو مفسیدین حمایه کړل، اوس خو دا ستونزې په کلي صورت نشته، او اسلامي امارت د رسمیت پېژندې ټول شرایط پوره کړي، نو باید په رسمیت یې وپېژنۍ.

رییس الوزار په ټينګا سره په ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول پر اسلامي هېوادونو غږ وکړو چې د بل خولې ته ونه ګوري، خپل حریت او خپلواکي ثابته کړي او د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني.

هغه و ویل«اسلامي هېوادونو ته وایم، تاسو داسې مه کوۍ، چې بل طرف ته مو سترګې کږې وي، که هغو په رسمیت وپېژندلو نو تاسو مو هم پېژنۍ او که نه، نو نه مو پېژنۍ، ټول دا جرات وکړۍ، قدم واخلۍ، خپل حریت ثابت کړی او موږ په رسمیت وپېژنۍ.»

د اسلامي امارت رییس الوزرا د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا پر نړیوالو په ځانګړي ډول پر اسلامي هېوادونو غږ وکړ، چې که د افغانستان له نوي حکومت سره په ګډه یوه طرحه او تګلاره جوړه کړي، لاس ورکړي نو ډېر ژر به افغانستان په خپلو پښو ودرېږي.

جمهورخبري آژانس: عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي