۰

افغان حکومت پر اماراتو د حوثيانو برید غندلی دی

چهارشنبه ۲۹ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۶
د افغانستان اسلامي امارت پر متحده عربي امارتو د حوثيانو برید غندلي او دا یې یو بشري جنایت بللی دی.
افغان حکومت پر اماراتو د حوثيانو برید غندلی دی
د افغانستان اسلامي امارت پر متحده عربي امارتو د حوثيانو برید غندلي او دا یې یو بشري جنایت بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، حوثي یاغیانو پر هوایي ډګر او ملکي تاسیساتو برید کړی دی چې ملکي وګړي یې پکې وژلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، افغانستان دغه برید غندي او هغه بشر ضد جنایت بولي.

حوثي یاغیانو وړمه شپه د ابوظبي پر هوایي ډګر او څو نورو سیمو د بالستیک توغندیو بریدونه وکړل چې شپږ کسه یې ټپیان او درې نور یې ووژل.
دې بریدونو پراخ غبرګونونه پارولي او ټولو اړخونو بشر ضد جنایت بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي