۰

اوچا: سخت ژمني افغانستان کې د مرستې رسونې بهیر ستونزمن کړی

سی شنبه ۲۸ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۴
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا وايي، په افغانستان کې سختو ورښتونو د مرستې رسونې بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.
اوچا: سخت ژمني افغانستان کې د مرستې رسونې بهیر ستونزمن کړی
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا وايي، په افغانستان کې سختو ورښتونو د مرستې رسونې بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اوچا زیاته کړې، سخت ژمي، ورښتونو او د اړینو امکاناتو نشتون د افغانستان ډېری ولایتونو ته د مرستې رسونې بهیر له ستونزوسر مخ کړی دی.

د سرچینې په وینا همدا اوس د ګڼو ولایتونو په تېره د لرو پرتو ولسوالیو لارې د واورو د ورښت له امله تړل شوې او دوی د مرستو په رسونه کې له ستونزو سره مخ شوي دي.

ملګري ملتونه وایي ښایي د روان وضعیت له امله شاوخوا ۹۷ سلنه افغانان متاثر شي او د ژمي تر پایه لا ډېر خلک بشري مرستو ته اړ شي.

ملګري ملتونه داسې مهال دغه څرګندونې کوی چې تازه په تازه یې له نړیوالو له افغانستان سره د مرستو لپاره د شاوخوا ۵ میلیاردو ډالرو غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي