۰

د ملګرو ملتونو کارپوهان: د افغانستان له نوي حکومت سره باید تعاملات ډېر شي

سی شنبه ۲۸ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۱
 په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې کارپوهان وايي، نړۍ باید له افغانستان سره تعامل ته ادامه ورکړي.
د ملګرو ملتونو کارپوهان: د افغانستان له نوي حکومت سره باید تعاملات ډېر شي
په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې کارپوهان وايي، نړۍ باید له افغانستان سره تعامل ته ادامه ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کارپوهانو په خپل یوه راپور کې ویلي، نړۍ باید د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل وکړي او دوی د بشري حقونو رعایت ته وهڅوي.

راپور کې زیاته شوې، همدا اوس په افغانستان کې هم له اقتصادي پلوه او هم له بشري پلوه وضعیت ترینګلی دی او د وضعیت کنټرول د نړیوالو مستقیم تعامل ته اړتیا لري.

سرچینې ټینګار کړی، چې د افغانستان له نوي حکومت سره باید پر بشري حقونو، د مېرمنو پر حقونو د نجونو پر زده کړو او نورو مواردو اوږده بحثونه وشي.

کاروپوهانو له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو دوام هم مهم بللی دی او خبرداری یې ورکړي، که تعامل رامنځته نه شي نو د میلیونونه کسانو ژوند له خطر سره مخ کېدلی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي