ټاکل شوې د پاکستان د ملي امنیت شورا د سلاکار معید یوسف په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی سبا سه شنبې د زمري ۲۸ مه کابل ته راشي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستانۍ رسنۍ وايي، کابل ته د دغه پلاوی سفر موخه د افغانستان د وضعیت او اړتیاوو ارزول دي.
د سرچینې په وینا یوسف به د اسلامي امارت د مشرانو سره وګوري او هغوی ته به د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان پیغام ورسوي.
ویل کېږي، د معید یوسف په مشرۍ د پاکستاني پلاوي او طالب چارواکو په لیدنو کې به تر ډېره په بشري مرستې، د سوداګرۍ پراختیا، روغتیايي همکارۍ او د لوړو زده کړو په مسله باندې خبرې وشي.
په ورته وخت کې اسلامي امارت هم تایید کړې، چې پاکستاني پلاوی کابل ته راځي او دلته به له چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ، افغانانو په ځانګړي توګه ناروغانو ته د ویزو او د افغان کډوالو په اړه په مهمو مسایلو خبرې وکړي.
دا به واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دویم ځل وي، چې لوړ پوړي پاکستاني چارواکي کابل ته راځي او له چارواکو سره خبرې اترې کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل