امنیتي مسوولین وایي، پلازمېنه کابل کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن یکشنبې د زمري ۲۶ مه د کابل د بګراميو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند جنرال مبین ویلي، چاودنه د سړک د غاړې خښ شوي ماین د طالبانو په یوه رنجر موټر چاودنه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او څلور طالبان ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل