۰
سمنګاني:

​​​​​​​مخدوم عالم د اختطاف او انسان تښتوونې په تور نیول شوی

یکشنبه ۲۶ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۴
د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني وايي، د طالبانو یو پیاوړی سیمه ییز قوماندان مخدوم عالم د اختطاف او انسان تښتوونې په تور نیول شوی دی.
​​​​​​​مخدوم عالم د اختطاف او انسان تښتوونې په تور نیول شوی
د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني وايي، د طالبانو یو پیاوړی سیمه ییز قوماندان مخدوم عالم د اختطاف او انسان تښتوونې په تور نیول شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سمنګاني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي،د دوی استخباراتو داسې شواهد موندلي چې د طالبانو يو پياوړی سيمه ييز قومندان مخدوم عالم په اختطاف او انسان تښتونه کې لاس درلود او اوس يې موضوع تر څېړنې لاندې ده.

ښاغلي سمنګاني زياته کړه، عالم مخدوم د طالبانو د استخباراتو له خوا نيول شوی و چې اوس کابل ته لېږدول شوی دی.

د یادونې ده، چې فاریاب کې د دغه سیمه ییز قوماندان نیول کېدو د یو شمېر خلکو غبرګونونه راوپارول او د هغه د خوشي کېدو لپاره یې لاریونونه وکړل.

خو ښاغلي سمنګاني هغه مهال د مخدوم د نيولو په اړه د هغه د پلويانو ته په غرګون کې و ویل، چې په افغانستان کې هر ډول قضيې ته قومي رنګ ورکول کېږي.

د سمنګاني په وینا د مخدوم عالم نيول کېدل د هغه له قوم سره هېڅ تړاو نه لري.

د طالبانو وياند ویلي وو، په تېر حکومت کې له چارواکو پوښتنې نه کېدې، شايد له همدې امله وي چې ځينو خلکو له چارواکو سره په امتيازي سلوک عادت شوي وو.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ویلي وو، د طالبانو حکومت حق لري له هغو کسانو پوښتنې وکړي چې پر ضد يې شواهد موجود وي.

د ښاغلي سمنګاني په وينا مخدوم عالم دوه ورځې وړاندې د استخباراتو له خوا بلخ ته غوښتل شوی و او په خپله هلته د پوښتنو لپاره حاضر شوی و.

نوموړي زياته کړه، چې يو شمېر لاريون کوونکي د طالبانو غړي نه بلکې عام خلک وو چې غبرګون يې وښود.

د مخدم عالم په هکله ویل کېږي، چې د طالبانو له مهمو ځايي قومندانانو یو دی، چې مخکې یې د دې ډلې د والي نظامي کمېسیون د غړي په توګه دنده تر سره کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي