د افغانستان اسلامي امارت وايي، تمه لري، چې د نوي لمریز کال په پیل کې به په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي پرانستل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د امارت ویاند او د اطلاعاتو کلتور مرستیال وزیر ذبیح الله مجاهد له اسوشیټېډ پرس خبري آژانس سره په تازه مرکه کې کړې دي.
ښاغلي مجاهد ټینګار کړي، چې اسلامي امارت د نجونو د زده کړو مخالف نه دی او همدا اوس هم په ډېرو سیمو کې په پورته ټولګیو کې د نجونو زده کړې دوام لري.
نوموړي زیاته کړې، چې په ځینو سیمو کې د اقتصادي ستونزو او یا د لایحو له کبله چې باید عملي شي، ښوونځي بند دي.
د اسلامي امارت ویاند ویلي«موږ په هغو سیمو کې چې ګڼه ګوڼه زیاته ده، کار ته اړتیا لرو.»
مجاهد همدا راز ویلي، افغانستان په اوس وخت کې د بشري ځواک له کموالي سره مخامخ نه دی.
جمهورخبري آژانس:کابل