۰

کاناډا: له افغانستان سره بشري مرستو ته ژمن یو

شنبی ۲۵ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۰
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره میلاني جولي وایي، هېواد یې په افغانستان کې د روان بشري ناورین د حل لپاره ژمن دی.
کاناډا: له افغانستان سره بشري مرستو ته ژمن یو
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره میلاني جولي وایي، هېواد یې په افغانستان کې د روان بشري ناورین د حل لپاره ژمن دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن جولي دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره تر خبرو وروسته په خپله ټوېټر پاڼه کړې دي.

اغلې جولي ویلي له قریشي سره یې پر دې خبرې کړې، چې څنګه دواړه هېوادونه د افغانانو ملاتړ کولی شي او دغه هېواد کې د بشري ناورین مخینوی کېدای شي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتو د بشري چارو د ادارې په وینا، تر دوه ویشت ملیونه ډېر کسان په افغانستان کې د خوراک له کمښت او تر اته نیم ملیونه ډېر له لوږي سره مخامخ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي