د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي، چې دوی به پر ډیورنډ کرښه د اغزن سیم د لګولو چارې د طالبانو په موافقه بشپړې کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رشید احمد چې پرون جمعه د زمري ۲۴ مه اسلام آباد کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې زیاته کړې، چې د ډیورنډ پر ۲۶۰۰ کرښه کیلومتره اغزن تار لګول شوی او اوس یوازې ۲۱ کیلومتره ځای پاتې دی.
ښاغلي رشید احمد طالبان د پاکستان وروڼه وبلل او ویې ویل چې پاکستان به د اغزن تار د لګولو په برخه کې د طالبانو د حکومت موافقه واخلي.
د شیخ رشیداحمد د تازه څرګندونو په اړه طالبانو څه نه دي ویلي، خو مخکې له دې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په یوه ویډیو کې چې پر ټولنیزو شبکو خپره شوه ویلي و چې باکستان حق نه لري، په دې سیمه کې اغزن سیم ولګوي او اختلاف رامنځ ته کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل