۰

مفتي نجم الدین د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال وټاکل شو

پنجشنبه ۲۳ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۱۱
د افغانستان اسلامي امارت مفتي نجم الدین د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا نوی مالي او اداري مرستیال ټاکلی دی.
مفتي نجم الدین د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال وټاکل شو
د افغانستان اسلامي امارت مفتي نجم الدین د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا نوی مالي او اداري مرستیال ټاکلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي نجم الدین نن پنشنبې د زمري ۲۳ مه د یادې ادارې د رییس مولوي نجیب الله حقاني له خوا د یادې ادارې کارکوونکو ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي کړی شو.

ښاغلي حقاني په دغه مراسمو کې و ویل، چې مفتي نجم الدین په اداري برخه کې پراخه تجربه لري او دی به یې د کارونو د لا ښه کېدا په برخه کې پوره ملاتړ وکړي.

حقاني زیاته کړه، چې دی دولتي وظایفو ته د ارزښت نه  د ډک مسوولیت په سترګه ګوری نو ځکه غواړي د مخابراتي سکټور په سیسټم جوړونه کار وشي او اداري برخه یې لا غوره شي.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې رییس هیله وښوده، چې ښاغلي نجم الدین به په دې برخه کې له ځان څخه بشپړه وړتیا وښايي.

په ورته وخت ښاغلي مفتي نجم الدین له رئیس الوزرا او د اترا ادارې له مشر پر ده د کړي باور مننه وکړه او د ادارې له رئیسانو سره یې ژمنه وکړه، چې د ورورۍ په فضا کې به د ادارې ټولې چارې پرمخ وړو.

د یادونې وړ ده، چې ښاغلی مفتي نجم الدین په دیني علومو کې تخصص فی الفقه او د حدیث دوره کې زده کړې دي او همدارنګه په عصري علومو کې د ماسترۍ تر کچې لوړې زده کړې لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي