۰

مرکزي بانک: هېواد ته د اسعارو د واردېدو لپاره ګامونه پورته کړي

پنجشنبه ۲۳ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۳۹
د افغانستان مرکزي بانک په یوه اعلامیه کې ویلي، اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې داسې ګامونه پورته کړي، چې ورسره به هېواد ته اسعار وارېد شي.
مرکزي بانک: هېواد ته د اسعارو د واردېدو لپاره ګامونه پورته کړي
د افغانستان مرکزي بانک په یوه اعلامیه کې ویلي، اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې داسې ګامونه پورته کړي، چې ورسره به هېواد ته اسعار وارېد شي.

د جمهور خبري آژانس د خبرله مخې مرکزي بانک نن پنشنبې د زمري ۲۳ مه په یوه خبرباڼه کې زیاته کړې، افغانستان ځینې ښه کرنیز توکي لکه زعفران، جلغوزه، انار، انګور او طبي بوټي لري، چې له نړیوال شهرت څخه برخمن دي.

سرچینه زیاتوي، په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت د نېږدې او لرې هېوادونو سره د داسې اقتصادي اړیکو د ټینګولو لپاره ګامونه پورته کړي، تر څو د هېواد صادراتو ته زمینه برابره شي.

مرکزي بانک زیاته کړې، چې د صادراتو په زیاتېدو سره به هېواد ته د بهرنیو اسعارو د وارېدو زمینه برابره شي او په دې سره به د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت هم خوندي شي.

د یادونې ده، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په تېرو کابو پنځو میاشتو کې افغانۍ د بهرنیو اسعارو په تېره بیا د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت کابو ۲۷ سلنه له لاسه ورکړی دی.

د جمهوریت په وخت کې یو ډالر د ۷۸ افغانیو سره بدلېده، خو د طالبانو په راتګ سره افغانۍ په بې سارې ډول خپل ارزښت له لاس ورکړ، چې اوس یو ډالر د ۱۰۵ افغانیو سره بدلېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي