د کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د هغه ۹ کسیزه ډلې د نیولو خبر ورکوي، چې له خلکو یې موټر غلا کول.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وزارت په ټوېټر پاڼه لیکل شوي، چې دغه ډله د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند سیمې څخه نیول شوې ده.
یاد وزارت زیاته کړې، دغو کسانو په کابل ښار کې د موټرو غلا په څو قضیو کې لاس درلود او په نیول شویو کې هغه کسان هم شامل دي چې د غلا شویو موترو پېر او پلور کاروبار یې کاوه.
سرچینه وايي، د نیولو شویو کسانو څخه ۱۰ غلا شوي موټر هم ترلاسه شوي او خپلو څښتنانو ته یې تسلیم کړي دي.
د یادو غلو د نیول کېدو خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې وړمه شپه انسان تښتوونکو د تکواندو فدراسیون رییس او د جمهوریت روغتون د عصبي جراحۍ څانګړې ډاکتر نجیب الله سکندرې تښتولی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل