۰
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان:

طالبانو د افغانستان بشري او اقتصادي وضعیت لا خراب کړی دی

پنجشنبه ۲۳ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۰
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ادعا کړې، چې طالبانو په جګړه ځپلي افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت لا پسې خرابه کړی دی.
طالبانو د افغانستان بشري او اقتصادي وضعیت لا خراب کړی دی
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ادعا کړې، چې طالبانو په جګړه ځپلي افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت لا پسې خرابه کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان نن پنشنبې د زمري ۲۳ مه په یوه راپور کې ویلي، افغانستان کې بشري کړکېچ په غمیزې یا فاجعې بدل شوی دی.

راپور کې ویل شوي، طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونه وضعیت هم په بېړه خرابه کړی دی چې درنه بیه یې ښځې او نجونې پرې کوي.

سرچینه وايي، د امریکا او متحدانو د تخلیې له پلان سره سره لا هم زرګونه هغه کسان په افغانستان کې پاتې او ژوند یې له خطر سره مخامخ دی چې له نړیوالو سره یې کار کړی دی.

اسلامي امارت تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي