۰

ایران کې د افغانستان سفارت:مقاومت جبهه د جګړو په لټه کې نه دي

پنجشنبه ۲۳ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۹
په ایران کې د افغانستان سرپرست سفیر عبدالقیوم سلیماني ویلي، چې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهه په افغانستان کې د جګړو او مقاومت په لټه کې نه دي.
ایران کې د افغانستان سفارت:مقاومت جبهه د جګړو په لټه کې نه دي
په ایران کې د افغانستان سرپرست سفیر عبدالقیوم سلیماني ویلي، چې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهه په افغانستان کې د جګړو او مقاومت په لټه کې نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سلیماني دا څرګندونې به یوه خبري کنفرانس کې کړې او زیاته کړې یې ده، چې په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او مقاومت جبهې د غړو تر منځ تهران کې پنځه ساعته خبرې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، په دې لیدنه کې پر مهمو مسایلو خبرې شوې او مذاکرات په ښه فضا کې ترسره شوي دي.

سلیماني زیاته کړې، مقاومت جبهې ویلي چې دوی په افغانستان کې د جګړې او مقاومت په لټه کې نه دي او په دې هڅه کې دي چې وکړی شي دلته دایمي ثبات او ټول شموله حکومت رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي