۰

۱۳ میلیونه افغان ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

چهارشنبه ۲۲ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۹
د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې یا سېف د چېلډرن په افغانستان کې پر روان اقتصادي وضعیت اندېښنه ښودلې وايي، دغه وضعیت د ماشومانو پر ژوند نېغ ناوړه اغېز کړی دی.
۱۳ میلیونه افغان ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري
د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې یا سېف د چېلډرن په افغانستان کې پر روان اقتصادي وضعیت اندېښنه ښودلې وايي، دغه وضعیت د ماشومانو پر ژوند نېغ ناوړه اغېز کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې په تازه معلوماتو کې ویلي، چې دمګرۍ افغانستان په سخت وضعیت کې دی او کابو ۱۳ میلیونه افغان ماشومانو مرستو ته اړتیا لري.

په معلوماتو کې ویل شوي«همدا اوس شاوخوا ۱۳،۱ افغان ماشومان د ژوندي پاتې کېدلو لپاره نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.»

یادې ادارې د افغان ماشومانو د ژغورنې لپاره د شاوخوا ۴ میلیاردو ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

سېف د چېلډرن دغه راز وايي، په افغانستان کې به په ۲۰۲۲ کال کې تر ۲۲ میلیونه ډېر وګړي بېړنیو بشري او خوراکي مرستو ته اړتیا ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي