۰

هېواد ته د بې کیفیته توکو پر واردولو بندیز ولګول شو

سی شنبه ۲۱ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۰۰
د افغانستان د اسلامي امارت کابینې هېواد ته د د بې کیفیته توکو پر واردېدو کلي بندیز لګولی وايي، هېڅوک نه شي کولی، بې کیفیته توکي هېواد را وارد کړي.
هېواد ته د بې کیفیته توکو پر واردولو بندیز ولګول شو
د افغانستان د اسلامي امارت کابینې هېواد ته د د بې کیفیته توکو پر واردېدو کلي بندیز لګولی وايي، هېڅوک نه شي کولی، بې کیفیته توکي هېواد را وارد کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت پرون دوشنبې د زمري ۲۰ مه په کابینه کې پرېکړه کړې، چې افغانستان ته د تېلو، ګازو او کود په شمول په هر ډول بې کیفیته توکو د واردېدو مخه باید ونیول شي.

د اسلامي امارت کابینې ویلي، که وروسته له دې چا هېواد ته بې کیفیته توکي وارېد کړل نو له سرغړونکو سره به یې جدي چلند وشي.

په غونډه کې دغه راز پرېکړه شوې ده چې له دې وروسته به مالي کال د جدي میاشتې پر ځای د وري له لومړۍ نیټې څخه پیلېږي.

اسلامي امارت پر داسې مهال افغانستان ته د بې کیفیته توکو پر واردولو بندیز لګوي چې له مودو راهیسې هېواد ته تر درملو پورې داسې توکې را واردېږي چې هدف یې یوازې تجارت او پیسې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي